ایران وایي د امریکا له بندیزونو سره سره یې د تېلو صادرات دوه برابره شوي دي

ایران وایي د امریکا له بندیزونو سره سره یې د تېلو صادرات دوه برابره شوي دي
په وروستیو کې له روسیې سره د غربي هېوادونو د ناندریو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې بې ثباته شوې دي او ډېری هېوادونه دا هڅه کوي چې بدیلې لارې پيدا کړي.
(2022 / 5 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي د امریکا له بندیزونو سره سره یې د تېلو صادرات دوه برابره شوي دي. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه خبري کفنرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د تېلو د پلور له درکه هېڅ اندېښنه نه لري.
د ده په خبره ایران سره له دې چې د امریکا له سختو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، بیا یې هم د تېلو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او دمګړی یې صادرات دوه برابره دي.
په وروستیو کې له روسیې سره د غربي هېوادونو د ناندریو له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې بې ثباته شوې دي او ډېری هېوادونه دا هڅه کوي چې بدیلې لارې پيدا کړي.
دمګړی په نړیوالو بازارونو کې د ایران او روسیې تېل مساوي مقام لري خو اټکل کېږي چې د روسیې بازار سوړ شي او له نورو بندیزونو سره به یې په نړیواله کچه مشتریان کم شي.






