د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده

0
257

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د مالياتي جرايمو د معافيت لپاره د تېر کال د کب تر ۲۹مې پورې مهلت ټاکل شوی و خو ځينې ماليه ورکوونکي د وخت د کمي له کبله پر خپلو تادياتو بريالي نه شول چې له همدې کبله د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رياست د بيا وړانديز پراساس او د رياست الوزرا د مقام په هوکړه دغه مهلت د روان کال د غبرګولي تر ۳۰ مې نېټې پورې د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوی دی.

(2022 / 5 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده. ماليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې متشبثینو ته د اسانتیاوو برابرولو او پر وخت د مالیاتو ورکړې ته د هغوی د هڅولو په موخه یې د ټاکل شوي نورم مالیه کمه کړې او کوچني متشبثین یې د تېرو کلونو له باقيدارۍ او مالیاتو څخه معاف کړي دي.

Leave a reply