د کندزو ولایت اوسېدونکي وايي چې هر کال ورته موسمي سیلابونه سخت زیانونه اړوي 

0
142

د کندزو ولایت اوسېدونکي وايي چې هر کال ورته موسمي سیلابونه سخت زیانونه اړوي 

دوی نيوکه کوي چې پخواني حکومت په تېرو شلو کلونو کې د امو سېند غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو بنسټيز کارونه ونه کړل او له امله یې هرکال داوبو د زیاتوالی په موسم کې دغه سېند کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه تخریبوې او خلکو ته درانه مالي زیانونه ور اړوي.

 

(2022 / 5 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندوز ولایت د دریو سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د امو موسمي سيلابونه يې هر کال د استوګنې کورونه، باغونه او کروندې تخريبوي خو حکومت يې په مخنيوي کې ورسره مرسته نه کوي.

دوی نيوکه کوي چې پخواني حکومت په تېرو شلو کلونو کې د امو سېند غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو بنسټيز کارونه ونه کړل او له امله یې هرکال داوبو د زیاتوالی په موسم کې دغه سېند کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه تخریبوې او خلکو ته درانه مالي زیانونه ور اړوي.

دوی د افغانستان له ا.ا غواړي چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي څو د خلکو کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه داوبو له ګواښه په امن کې شي.

په کندز کې د امو د پنځمې سينديزې حوزې چارواکي وايي، په وروستیو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې د تحکیماتو په برخه کې یوه اندازه کارونه شوي او له امله يې په زرګونو جریبه ځمکه له تخريبيدو ژغورل شوې ده.

د دغه ریاست ريیس انجنیر رفیع الله مجتبی وايي، هڅې کوي چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي.

Leave a reply