ا.ا وايي د نجونو د ښوونځیو د بیا پیلېدو لپاره یوه کمېټه جوړوي

ا.ا وايي د نجونو د ښوونځیو د بیا پیلېدو لپاره یوه کمېټه جوړوي
بل لور ته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي «توماس نیکلاسن» هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې پرون یې د طالبانو د پوهنې وزارت له مسوولینو سره کتلي او په افغانستان کې یې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو موضوع یاده کړې ده.
(2022 / 5 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا. حکومت وايي، چې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په خاطر یوه کمېټه جوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند «عزیز احمد ریان» رسنیو ته ویلي، چې په افغانستان کې د دیني علماوو یوه کمېټه جوړه شوې، خو په خبره یې دی ترې خبر نه دی، چې دا کمېټه به په دې برخه کې کله په عملي توګه کار پيلوي.
د ریان په خبره، دا کمېټه به پرېکړه کوي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د کومو شرایطو له مخې ښوونځیو ته پرېښودل شي.
بل لور ته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي «توماس نیکلاسن» هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې پرون یې د طالبانو د پوهنې وزارت له مسوولینو سره کتلي او په افغانستان کې یې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو موضوع یاده کړې ده.
ا.ا د دې کمېټې د جوړېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې پر افغانستان یې د واکمنۍ څه باندې نهه میاشتې پوره کېږي، خو لا یې هم افغان نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه نه ده ورکړې.