امریکا د روسیې پر درېیو ټلویزیونو بندیز لګولی دی

امریکا د روسیې پر درېیو ټلویزیونو بندیز لګولی دی
د دوی په خبره، چې د دغو بندیزونو په لیست کې د روسیې دوو مهمو بانکونو د مدیریت غړي، د وسلو جوړولو یو شرکت او د روسیې تر کنترول لاندې د دریو تلوېزیوني ستېشنونو په ګډون ځینې افراد شامل دي.
(2022 / 5 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت وايي، چې پر اوکراین د برید په خاطر یې پر روسیه ځینې تازه بندیزونه لګولي.
د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول مرکز ویلي، چې دا بندیزونه د روسیې د دریو تلوېزیوني ستېشنونو په ګډون د دغه هېواد په ۸ ادارو او افرادو لګېدلي دي.
اعلامیې د امریکا د خزانې وزیرې «جینت آل یلین» له قوله ویلي، امریکا د روسیې هغو اقتصادي خدمتونو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی، چې د اوکراین په جګړه کې ترې ګټه اخلي.
وزارت زیاته کړې، دا تازه بندیزونه یې ځکه لګولي، چې یادو ادارو او افرادو د اوکراین جګړې په پرمختګ کې ونډه درلوده.
د دوی په خبره، چې د دغو بندیزونو په لیست کې د روسیې دوو مهمو بانکونو د مدیریت غړي، د وسلو جوړولو یو شرکت او د روسیې تر کنترول لاندې د دریو تلوېزیوني ستېشنونو په ګډون ځینې افراد شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت هڅه کوي، چې هغه خدمتونه هم له خنډ سره مخ کړي، چې د روسیې فدراسیون یې له بندیزونو څخه پر خوندیتوب کار کوي.
وړاندې تر دې هم د امریکا د خزانې وزارت وزیرې ویلي ول، چې د روسیې هغه مشران او ادارې د بندیزونو لپاره په نښه شوي، چې د دغه هېواد د ولسمشر «ولادیمیر پوتین» د غیربشري فعالیتونو ملاتړ کوي.






