عامر لیاقت به مونځ کولو ته هم نه پریښودم: دانیه شاه

باغی ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غړي عامر لياقت دريمې مېرمنې دانيه شاه د نکاح د ختمولو وروستو د خپل خاوند په اړه يو بل حيرانوونکی انکشاف کړی او ويلي يې دي چې عامر لياقت ورته د لمانځه اجازه هم نه ورکوله.
ميډيا سره خبرو کښې دانيه شاه وويل چې د واده نه پس مې ډير وخت د عامر لياقت سره تير کړ چې دغه کس به ماته د لمانځه اجازه هم نه راکولو.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عامر لیاقت له کوره بهاولپور ته څنګه تللی، دانیا وايي، چې له اختر مخکې مې د عامر نه په ډیره زارۍ اوغوښتل چې زه به څو ورځو لپاره بهاولپور ته لاړه شم نو بیا ی راته اجازه راکړه.
دانيې وويل چې د عامر لياقت په څېر خلق د خپلې مور احترام نه شي کولاى، نو د نورو مېرمنو ته به څه عزت ورکوي، د واده په دويمه ورځ يې د نوکرانو په مخ کې زما سپکاوې وکړو، د عامر لیاقت میرمنې زیاته کړه چې هغه يوازې د ميډيا په وړاندې يې زما سره مينه کوله.





