تېره اوونۍ؛ د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

0
82

تېره اوونۍ؛ د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

سرچینه وايي چې د غويي میاشتې په لومړۍ نیټه ۲۱،۹ میلیونه، په دویمه ۱۳،۱ میلیونه، په درېیمه۲۷،۴میلیونه، په څلورمه ۳،۸ میلیونه، په پنځمه ۱۷ میلیونه او په شپږمه نېټه ۲۴۹،۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

(2022 / 5 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې یې څه باندې ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. یاد وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې ۳۳۲ میلیونه ۸۰۷ زره او ۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

Leave a reply