اوکراین؛ روسي ځواکونو پۀ یوۀ هوايي برید کې د ښوونځي زده کوونکي وژلي

دې سیمه کې روس پلوه بېلتونپال د اوکراییني ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي. د لوهانسک والي سېرهي هایدای تر اوسه د دوو کسانو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، اندېښنه ده چې تر ۶۰ کسان به د ښوونځي تر نړېدلې ودانۍ لاندې وي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکرایین په ختیځ لوهانسک سیمه کې پر یوه ښوونځي هوايي برید شوی چې ښايي لسګونه تنه پکې وژل شوي وي.
دې سیمه کې روس پلوه بېلتونپال د اوکراییني ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي. د لوهانسک والي سېرهي هایدای تر اوسه د دوو کسانو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، اندېښنه ده چې تر ۶۰ کسان به د ښوونځي تر نړېدلې ودانۍ لاندې وي.
هغه ویلي بمونه روسۍ الوتکې غورځولي دي. د لوهانسک والي زیاته کړې چې د پېښې پر مهال شاوخوا ۹۰ کسانو دغه ښوونځي کې پناه اخیستې وه چې ۳۰ ترې ژوندي وتلي دي. روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.