افغانستان سره به د پاکستان مرستې دوام ولري: وزیراعظم شهباز شریف

افغانستان سره به د پاکستان مرستې دوام ولري: وزیراعظم شهباز شریف
وزیراعظم پاکستان شهباز شریف په نړۍ هم غږ کړې چې افغان اولس سره مرستې وکړي
باغي ټي وي رپورټ:
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو بیان کې ویلي دي چې په داسې سخت وخت کښې به د پاکستان مرستې جنګ ځپلي افغانستان او افغان اولس سره دوام ولري.
وزیراعظم شهباز شریف په خپل ټویټر پانړه په پښتو ژبه کې ټویټ کړې دې، په ټویټ کې ی داسې ویلی دی چې د افغانستان سیلاب ځپلي اولس سره د پاکستان مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسیدلې ده.
په ټویټ کښې وزیراعظم شهباز شریف وایی چې پاکستان به افغان خویندو او رونړو ترڅنګ ولاړ وي.
وزیراعظم په ټویټ کې زیاته کړي چې د نړۍ نورهیوادونه دې هم په داسې سخت وخت کې افغان اولس هیر نه کړي او دوی سره دې خپلې مرستې وکړي.
د یادونې ده چې تیر کال ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ باندې چې کله د امریکا او نیټو ځواکونو د افغانستان څخه اووتل نو د هغه ورځ څخه په افغانستان کې اقتصادي او مالي ستونزې رامخې ته شوي دي.
د هغه ورځ څخه تر نن پورې پاکستان او د پاکستان خیر ښیګړې سازمانونه په داسې سخت وخت کې افغان اولس سره ولاړ دي او د خوراکي توکو او د ژوند نور ضروري سامان په شکل کې ی افغان اولس لپاره د په زرګونو ټن خوراکي توکي د افغانستان بیله بیلو ولایتونو ته استولي دي.






