ملګري ملتونه وايي، وروستیو اورښتونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي 

0
225

ملګري ملتونه وايي، وروستیو اورښتونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي 

سرچینه کاږي چې دې سیلابونو شاوخوا ۳۴۰۰ کسان زیانمن کړي، چې د ځينو یې کورونه ویجاړ کړي، ځینې یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي او تر څنګ یې ځاني تلفات هم لري. سرچینه کاږي چې د سیلابونو له امله ټولټال ۱۲۷۰ کورونه په نسبي توګه وران شوي او ۴۳۷ نور زیانمن شوي دي.

 

(2022 / 5 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې وروستیو سیلابونو شاوخوا ۳۴۰۰ کسان زیانمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هېواد په شاوخوا لسو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سرچینه کاږي چې دې سیلابونو شاوخوا ۳۴۰۰ کسان زیانمن کړي، چې د ځينو یې کورونه ویجاړ کړي، ځینې یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي او تر څنګ یې ځاني تلفات هم لري. سرچینه کاږي چې د سیلابونو له امله ټولټال ۱۲۷۰ کورونه په نسبي توګه وران شوي او ۴۳۷ نور زیانمن شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ ادارې بیا زیاته کړې چې دوی په دې موده کې سلګونه کسانو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي، مرستندویه ټیمونه ساحو ته تللي دي او هڅه کوي له اړمنو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

Leave a reply