د امریکا د ګرين کارټ پايلې اعلان شوې
د امریکا د ګرين کارټ پايلې اعلان شوې
امريکا هر کال د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو څخه شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان د ګرین کارټ پچې اچونې د ګټونکو په توګه غوره کوي او دا کسان بیا کولای شي، امریکا ته مهاجرت وکړي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امريکا د دايمي هستوګنې يا ګرين کارټ د کلنۍ پچې اچونې پایلې نن اعلان شوې.
امريکا هر کال د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو څخه شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسان د ګرین کارټ پچې اچونې د ګټونکو په توګه غوره کوي او دا کسان بیا کولای شي، امریکا ته مهاجرت وکړي.
د دغه پروګرام پر بنسټ، د هغو هېوادونو اتباعو ته د اقامې دایمي ویزه ورکول کېږي چې امریکا ته د مهاجرت ټیټ شمېر لري.
هغه کسان چې غواړي په ياد پروګرام کې ګډون وکړي، لږ تر لږه باید له ۱۲ ټولګي فارغ وي او د کار دوه کاله سابقه ولري.
په دې پروګرام کې د ګډون لارې چارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې موندل کېږي.
د پچې اچونې له لارې د امریکا د ګرین کارټ پروګرام ۳۵ کاله مخکې پیل شوی او مهم لامل يې په دغه هېواد کې د مهاجرینو د تنوع زیاتېدل دي.
ګټونکي کسان به د اړوندو فورمونو له ډک کولو او د امریکا په سفارت کې له مرکې وروسته، امريکا ته د داخلېدو موقع ترلاسه کړي.