روسیې د امریکا او يوشمېر اروپايي هېوادونو پوځي تجهیزات په نښه کړي
روسیې د امریکا او يوشمېر اروپايي هېوادونو پوځي تجهیزات په نښه کړي
د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ادعا کړې چې په یوه شپه او ورځ کې يې د اودسا بندر ته نږدې د وسلو د درېوو ډيپوګانو په ګډون، د اوکراین ۱۸ پوځي تاسيسات هم له منځه وړي دي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسيې دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د امريکا او اروپايي هېوادونو له خوا اوکراين ته ورکړل شوي، پوځي تجهيزات يې له منځه وړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد تجهیزات يې د خارکیف د بوهودخیف اور ګاډي تمځای ته څېرمه په نښه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ادعا کړې چې په یوه شپه او ورځ کې يې د اودسا بندر ته نېږدې د وسلو د درېوو ډيپوګانو په ګډون، د اوکراین ۱۸ پوځي تاسيسات هم له منځه وړي دي.