پاکستان وایي دوی نور افغانان د کډوالو په توګه نه مني

0
76

پاکستان وایي دوی نور افغانان د کډوالو په توګه نه مني

د پاکستاني اداراتو په خبره په کابل کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته شاوخوا سل زره افغانان پاکستان ته تللي چې په اسلام اباد او نورو ښارونو کې مېشت دي. سرچینه کاږي له دې ډلې ځينې یې نورو هېوادونو ته د تګ په لټه کې دي او ځینو یې بیا د پناه غوښتنه کړې ده.

 

(2022 / 5 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان وایي دوی نور افغانان د کډوالو په توګه نه مني. په کابل کې د پاکستان سفیرمنصور احمد خان ویلي دوی هره ورځ له اووه سووه تر زر پورې کسانو ته د پاکستان وېزې ورکوي چې ډېری دغه کسان غواړي په پاکستان کې مېشت شي.

د پاکستاني اداراتو په خبره په کابل کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته شاوخوا سل زره افغانان پاکستان ته تللي چې په اسلام اباد او نورو ښارونو کې مېشت دي.

سرچینه کاږي له دې ډلې ځينې یې نورو هېوادونو ته د تګ په لټه کې دي او ځینو یې بیا د پناه غوښتنه کړې ده.

پاکستانی سفیر وایي په پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال اوسي چې دوی په هېڅ وجه نوو ورغلو افغانانو ته د کډوالۍ سند نه ورکوي او د کډوالو په توګه یې نه مني.

په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته ګڼ شمېر افغانان تاجکستان، ایران او پاکستان ته تللي چې هلته له سخت وضعیت سره مخ دي او د حکومتونو له ناوړه چلند شکایت کوي.

Leave a reply