د امریکا پراختیایي ادارې او ملګرو ملتونو له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي

د امریکا پراختیایي ادارې او ملګرو ملتونو له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي
همدا راز ټینګار شوی دی چې بشردوستانه مرستو ته دې د افغان حکومت لاسرسی محدود شي او مرستې دې مستقیم اړمنو افغانانو ته په لرو او پرتو سیمو کې ورسول شي. دوی همدا راز د افغانستان اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او د بشردوستانه مرستو پر لا همغږۍ او پراختیا یې ټینګار کړی دی.
(2022 / 5 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا پراختیایي ادارې او ملګرو ملتونو له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د امریکا د پراختیايي ادارې مرستیالې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له مسوول رامز الاکبروف سره په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې له افغانانو سره پر لا ډېرو بشردوستانه مرستو ټینګار شوی دی او غوښتنه شوې چې نړیوالې مرستندویه موسسې دې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو ژوند وژغوري.
همدا راز ټینګار شوی دی چې بشردوستانه مرستو ته دې د افغان حکومت لاسرسی محدود شي او مرستې دې مستقیم اړمنو افغانانو ته په لرو او پرتو سیمو کې ورسول شي.
دوی همدا راز د افغانستان اوسنی بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او د بشردوستانه مرستو پر لا همغږۍ او پراختیا یې ټینګار کړی دی.






