د واپډا مشر خپلې دندې څخه استعفی ورکړې ده

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن له خپلې دندې استعفی ور کړې ده.

مزمل حسین ویلي چې نن یې خپله استعفی وزیر اعظم ته لیږلې ده.د واپډا مستعفي شوي چيئرمېن ووئيل چې ما د خپل دورې په مهال د اوبو په يو شمېر مهمو منصوبو كار وكړو او واپډا مې په خپلو خپو ودروله.
ياده دې وي چې ليفټننټ جنرل (ر) مزمل حسين په کال ٢٠١٦م کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف لخوا د واپډا مشر ټاکل شوى وو او وروستو د پاکستان تحريک انصاف حکومت د هغه دوره وغځوله.

Leave a reply