د کیوبا په یوه هوټل کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د کیوبا په یوه هوټل کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د کیوبا ولسمشر میګول دیاز کانیل چې د چاودنې ځای ته ورغلی و، په ټویټر کې لیکلي چې پیښه د بم کومه چاودنه نه ده. په همدې حال کې د کیوبا دولتي ټلويزيون ويلي، چاودنه په هغې لارۍ موټر کې شوې چې دې هوټل ته یې طبیعي ګاز راوړل.
(2022 / 5 / 7 نېټهباغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کیوبا د پلازمېنې هاوانا په یو تاریخي هوټل کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د ساراټوګا په نامه دې لرغوني هوټل ته چې ۹۶ خونې لري ډیر شمېر سیلانیان ورځي خو د چاودنې پر وخت پکې د بیارغونې کارونه روان وو او هیڅ سیلانی پکې دننه نه و.
د کیوبا ولسمشر میګول دیاز کانیل چې د چاودنې ځای ته ورغلی و، په ټویټر کې لیکلي چې پیښه د بم کومه چاودنه نه ده. په همدې حال کې د کیوبا دولتي ټلويزيون ويلي، چاودنه په هغې لارۍ موټر کې شوې چې دې هوټل ته یې طبیعي ګاز راوړل.
سرچينې نور جزيات نه دي ورکړي. د کیوبا په دې تاریخي هوټل کې چاودنه داسې مهال شوې چې دغه هیواد هڅه کوي له کرونا وبا وروسته سیلانیان ور مات کړي.