ا.ا: د نجونو ښوونځیو پۀ اړه به د علماوو شورا غونډه مثبته پایله ولري

0
116

ا.ا: د نجونو ښوونځیو پۀ اړه به د علماوو شورا غونډه مثبته پایله ولري

نوي افغان حکومت په نوي تعلیمي کال کې یوازې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړه او له اووم تر دوولسم پورې د ښوونځيو پیلېدل ځنډول شوي چې دې مسئلې د کورنیو غبرګونونو تر څنګ نړیوال غبرګونونه هم پارولي دي.

(2022 / 5 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت منلې چې د نجونو د ښوونځیو په تړاو د دیني علماوو یوه غونډه جوړوي.

څو ورځې وړاندې د نوي حکومت یوه لوړپوړي غړي ویلي وو، چې تر اختر وروسته د نجونو د ښوونځیو په اړه یوه غونډه جوړېږي او په دې اړه به خپل دريځ روښانه کوي.

اوس تازه د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان هم منلې چې له اووم تر دوولسم د نجونو د ښوونځیو په اړه دیني علماوو ته دنده سپارل شوې څو دا مسئله حل کړي او په دې تړاو پرېکړه وکړي.

د ریان په خبره دوی تمه لري چې دغه غونډه به مثبتې پایلې ولري او په هېواد کې به د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو سره مرسته وکړي.

Leave a reply