کرونا لۀ ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ م پورې ۱۵ میلیونه کسان وژلي دي

کرونا لۀ ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ م پورې ۱۵ میلیونه کسان وژلي دي
په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهانوم له قوله راغلي چې د مړینو دا شمېر ښيي چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیايي سیسټمونو د پياوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږي.
(2022 / 5 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې کرونا وبا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې نږدې ۱۵ ميلیونه انسانان مړه کړي دي. دې سازمان په یوه مفصله اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۰ کال له جنوري د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د هغو مړینو شمېر چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه له کرونا سره تړلي دي ۱۴ میلیونه او نهو لکو ته رسیدلې.
په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهانوم له قوله راغلي چې د مړینو دا شمېر ښيي چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیايي سیسټمونو د پياوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږي.
د روغتيا سازمان له لوري دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې یو ځل بیا په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا د ډېرېدو په اړه اندېښنې راپورته شوي.






