روسیې اوکراین کې ۴۰۰ روغتونونه بمبار کړي

روسیې اوکراین کې ۴۰۰ روغتونونه بمبار کړي
په همدې حال کې ویل کېږي چې په ماریوپول کې د اوسپنو په یوې فابریکه کې چې د روسیې ضد جنګیالیو په ګډون په کې شاوخوا ۲۰۰ ولسي خلک بند پاتې دي، جګړه سخته شوې ده او د روس ځواکونو د دغې فابریکې ډېره برخه نیولې ده.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د روسیې د یرغل او جګړې له کبله یې په هېواد کې نږدې۴۰۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تخریب او ویجاړ شوي دي.
لینسکي د روغتیا یوې خیریه ډلې ته په ویډیو کنفرانس کې وویل، چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د جکړې په میدانونو کې ابتدايي انټي بایوټیک هم نشته. څه موده مخکې اوکراین وویل چې روسیې یو زېږنتون بمبار کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر کسان وژلي دي.
روسیه دا تورونه ردوي او وايي چې یوازې پوځي ځایونه په نښه کوي. اوکراین روسیه په جنګي جنایاتو تورنه کړې او وايي هره ورځ د روسیې ځواکونو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل کېږي او ژوبل کېږي.