ننګرهار کې؛ د چت لوېدو له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دی زیاتوي چې په دې پېښه کې د ناصرخان څلور لورانې وژل شوي، مېرمن او زوی یې ټپیان شوي دي. په ننګرهار کې ډیر کله دا ډول پېښې د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي، چې له امله یې ډېری هېودوال ژوند له لاسه ورکوي.
(2022 / 5 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي د کوټې چت لوېدو په پېښه کې مړه او ټپیان شوي دي. د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکي او د قرباني شوې کورنۍ نږدې خپلوان فارق شاه وویل، تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند په غزو کلي کې د ناصر خان په نامه د یو کس د کوټې چت لوېدلی.