نه مې غوښتل چې په سخت وخت کې د پاکستان آیی ایس ایی مشر بدل شي: عمران خان

0
165

باغی ټي وي رپورټ
پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې، چې د تېر کال په جولای میاشت کې د حکومت د نسکورولو له پلان څخه خبر شوې وو.

په ځانګړې پوډکاسټ کې د وینا پر مهال عمران خان وویل چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې وېره وه نو نه ی غوښتل چې د پاکستان استخباراتو مشر دې په مشکل وخت کې بدل شي.
هغه وويل په تېر اوړي کې پوه شوم، چې کله امريکا له افغانستانه وځي، ښايي کورنۍ جګړه رامنځته شي، چې بد اثرات يې پر پاکستان هم راتلای شي، هغه اوویل چې زمونږ سرتېري شهيدان شول، ما غوښتل چې د پنځو کلونو راهسې چې د استخباراتو مشر وو، وس دې هم مشر پاتې شي او په دې سخت کې دې بدل نه کړې شي.
په همدې پوډکاسټ کې عمران خان اوویل چې اولس هغه وخت تباه کیږي چې واړه غله ونیول شي او لوی غلا خوشې شي، خان زیاته کړه چې د جهانګیر ترین او عليم خان هدف دا وو چې واک ته راشي او ګټه ترې واخلي.

هغه وويل چې عليم خان له ما څخه دا تمه درلوده چې خپله ځمکه قانوني کړم، عليم خان غوښتل چې د راوي پر سر درې سوه ایکړه ځمکه واخلي او قانوني ی کړي، له همدې امله زما او د عليم خان ترمنځ واټن پيدا شو.

Leave a reply