اولس دې خبر وي، د سوشل میډیا په اړه حکومت پریکړه کړې
باغی ټي وي رپورټ
حکومت پرېکړه کړې چې د هغو کسانو پر وړاندې چې په ټولنیزو رسنیو کې فحش او غیر اخلاقي ویډیوګانو له لارې خلک بدناموي، دداسې خلقو په ضد د قانوني کاروایی کولو پرېکړه کړې ده.
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې په سوشل ميډيا غير اخلاقي مواد خپروونکې به ګرفتارې شي، وزيراعظم هدايات کړي دي چې دا ډول مواد دې برداشت نه شي او دداسې کسانو په ضد دې کاروایی شي چې د خلقو بې ځایه بدنامول بند شي.
هغه وويل چې مونږ به اجازه ورنکړو چې ټولنيزې رسنۍ د خلقو د بې عزتې لپاره وکارول شي، د هغو پېښو د مخنيوي لپاره چې په کې د بليک ميل کولو لپاره دا ډول مواد کارول کيږي، مونږ به د هغو خلقو سره چې په دا ډول جنايي کړنو کې لاس لري، سخته قانوني کاروایی وکړو.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې د غیر اخلاقی ویډیوګانو او عکسونو په شمول دا ډول ناوړه مواد خپروونکی به له منځه یوسي او په دې لړ کې یې ایف آی اې او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده.