په هند کې د هندوانو مسلمانانو په ضد انتها خوښي او نفرت زیاته شوې

باغی ټي وي رپورټ
په هندوستان کې د هندونانو د مسلمانانو په ضد نفرت او انتها خوښي زیاته شوې ده ، هره ورځ د مسلمانانو په ضد د هندوانو نفرت زیات شوې او هر ورځ د مسلمانانو په ضد د هندوانو انتها خوښي نن سبا ډیره زیاته شوې ده.
ځینې مسلمانان د غوښې د خوړلو په خاطر ځورول کیږي، په ځینو جوماتونو کې د اذان په غږ د سپیکر لخوا ګواښل کیږي، په تعلیمي موسسو کې ځینې مسلمانې ښځې او زده کوونکي د نقاب له اغوستلو منع کیږي او د ځینو مسلمانانو مالونه سوځول کیږي او لوټ کیږی چې له وجهې ی مسلمانانو ته ډیر زیات مالي او ځانی زیان رسي.
په هند کې د هندوانو د انتها خوښۍ او د مسلمانانو په ضد د نفرت او کرکې یوه بله ویډیو هم خپره شوې چې پکې په لوی شمېر هندو نارینه او ښځې په یوه تالار کې موجود دي او له مسلمانانو سره د اقتصادي بایکاټ ژمنه کوي.
ویډیو په ښکاره ډول ښیې چې یوه ښځه د هندوانو د مندر څخه نذر اخلي او وايي، چې نه به هندوان په مسلمانانو توکي خرڅوي او نه به د مسلمانانو څخه توکي اخلي .
…………………………..






