شیخ رشید د عدالت ور ټکولې

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد دگرفتارۍ څخه دمخنيوي لپاره عدالت کې دامنيتي ضمانت درخواست کړى دى.
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ کښې د ګرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت غوښتنه کړې ده۔
جسټس ملک شهزاد احمد خان به لږ وروسته د شېخ رشيد د درخواست اورېدنه کوي چرته چې پخوانې وزير د خپلو وکيلانو سره عدالت ته وړاندې کيږي۔
ياده دي وي چي د شيخ رشيد خلاف د فيصل آباد، ګوجر خان، راولپنډئ او اټک پشمول په 9 ښارونو کښي د مذهب د سپکاوي مقدمې درج شوي دي ولي د هغه وراره شيخ رشيد شفيق هم د پوليس لخوا نيولي شوي دي۔






