فواد چوهدري د شهباز شریف په حکومت سختې نیوکې کړي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو پخواني وزير او د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په موجوده حکومت سختې نيوکې کړي دي.
په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان كښې فواد چوهدري سعودي عرب او اماراتو ته د وزيراعظم شهباز شريف په ورستي سفر نيوكې كړې او وئيلي ئې دي چې د سعودي عرب او ابوظهبي څخه د پېسو طمع پوره نه شوه۔
هغه وويل، چې په هېواد کې د ګرانۍ کچه په تېرو درېيو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او يوټيليټي سټورونه په عملي ډول تړل شوي دي.فواد چوهدري وئيلي دي چې معيشت په عملي توګه له ډرائيور نه چليږي خو د تيلو د نرخونو په اړه د حکومت پاليسۍ واضحه نه ده.په حکومت نیوکې کولو سره پخواني وفاقي وزیر زیاته کړه چې د نګران حکومت بس هسې ورځي تیریږي.

Leave a reply