عمران خان په خپله توشه خانه خرڅه کړه: مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم شهباز شریف د حکومت وزیراطلاعات مریم اورنګزیب په پخواني وزیراعظم او د هغه په حکومت سختې نیوکې کړي دي.
مریم اورنګزیب د اطلاعاتو په دفتر کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې اوویل چې پخوانې وزیراعظم عمران خان یو فاشسټ او بادشا وزیراعظم وو، نوموړي اوویل چې پخواني وزیراعظم کشمیر خرڅ کړو او ددوی حکومت د مافیا حکومت وو.
مریم اورنګزیب اوویل چې عمران خان د فرح ګوګي دفاع کې راوتلې کومې چې کروړونه روپې کرپشن کړې.
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اوویل چې د انکوائري کميشن به بې طرفه وي او د دې تورونو په اړه به په شفاف او آزاده توګه انکوائري کوي او هغوي به عدالت ته وړاندې کوي۔
مريم اورنګزېب وويل دا د بهر د سازشونو ژړا نه ده او دا د ګوګي ژغورنې ماتم دی، هغې اوویل چې سازشي ډلو څلور کاله هېواد لوټ کړو او د خلقو په ضد يې سازشونه وکړل او څلور کاله ی خزانه لوټ کړه.
هغې اوویل چې دتباه اقتصاد، بې روزګاري، تر ټولو بده ګرانی د عمران خان حکومت په وخت کې مخې ته راغلي. مريم اورنګزېب د موجوده حکومت د هلو ځلو ستاينه کولو په ترڅ کې وويل چې وزيراعظم شهباز شريف په دوه اونيو کې د څلورو کالو راهسې د گرانۍ له وجې ځپلو خلکو ته امداد ورکړی دی او د پاکستان اولس زړونه ی ګټلی دي او په دوه اوونيو کې په ارزانه بيه اوړه، بوره او غوړي غریب اولس ته ورکړي دي.





