ملګري ملتونو ته د لیږل شوی لیک غندنه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) وياند حافظ حمدالله د پخوانۍ وفاقي وزيرې شېري مزاري لخوا ملګرو ملتونو ته د ليکل شوي ليک سخته غندنه کړې ده.
د PDM ویاند حافظ حمدالله وویل چې د مزاري لیک نړیوالو ته بلنه ده چې د پاکستان په داخلي سیاست کې مداخله وکړي.
حافظ حمدالله وویل د مذهب د سپکاوي قانون به د هیچا خلاف نه کارول کیږي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې د ملي قانون له مخې هیچا ته د سپکاوي اجازه نشته.
هغه د پنجاب د ګورنر عمر سرفراز چیمه لخوا د پوځ مشر ته لیکلی خط هم اسٹیبلشمنٹ ته په سیاست کې د مداخلت بلنه وبلله.
د پي ډي ایم ویاند وویل چې ګورنر د اساسي قانون او حلف څخه سرغړونه کړې او زیاته یې کړه چې دوی چې د کوم کمک انتظار کوي هغه کمک به دوی تر لاسه نه کړی.






