فارین پالیسي: له امریکا زرګونه هاموې ټانکونه په افغانستان کې پاتې دي

0
154

 فارین پالیسي: له امریکا زرګونه هاموې ټانکونه په افغانستان کې پاتې دي

سرچینه کاږي ددې تر څنګ چې له امریکا زرګونه میله ډول ډول وسلې پاتې دي، خو بیا یې هم د ځینو توکو او وسایلو د تخریب هڅه کړې ده. سرچینه کاږي چې امریکا د هاموې ټانکونو تر څنګ د شاوخوا اتیا الوتکو او چورلکو د کنټرول برخې زیانمنې کړې او ډزې یې پرې کړې دي.

 

(2022 / 5 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

له امریکا زرګونه هاموې ټانکونه په افغانستان کې پاتې دي. فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو د پاتې توکو په اړه بحث کړی دی. په دې لیکنه کې راځي چې امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال مهمې وسلې، نقلیه وسایط، الوتکې او د شپې دوربینونه پرې اېښي دي.

سرچینه کاږي ددې تر څنګ چې له امریکا زرګونه میله ډول ډول وسلې پاتې دي، خو بیا یې هم د ځینو توکو او وسایلو د تخریب هڅه کړې ده. سرچینه کاږي چې امریکا د هاموې ټانکونو تر څنګ د شاوخوا اتیا الوتکو او چورلکو د کنټرول برخې زیانمنې کړې او ډزې یې پرې کړې دي.

په مطلب کې راځي چې له امریکا شاوخوا ۴۲ زره د شپې دوربینان، ۲۳۸۲۵ هاموې ډوله ټانکونه، شاوخوا اتیا امریکايي الوتکې او نور توکي پاتې دي. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت په حواله ځینو امریکايي رسنیو ویلي وو، چې له امریکا په افغانستان کې د اووه میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پاتې دي.

Leave a reply