امریکا پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې ا.ا د ښوونځیو پرانیستلو ته وهڅوي 

0
78

امریکا پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې ا.ا د ښوونځیو پرانیستلو ته وهڅوي 

امیري دغه راز د ګڼو اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره د روژه ماتي یو محفل کې هم پر دوی غږ کړی چې د افغانستان نوی حکومت د بشري حقونو په تېره د نجونو د حقونو مراعات او د قانون او اسلام په رڼا کې د ښوونځیو پرانیستلو ته وهڅوي.

(2022 / 5 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي د اقلیتونو د حقونو خوندي کولو او نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو غوښتنو ولاړ دي.

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي چې له خپلو متحدو هېوادونو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار شوی چې د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د نوموړې په خبره همدا راز پر دې ټینګار کېږي چې افغانستان کې د اقلیتونو حقونه خوندي شي او پر دوی د بریدونو مخه ونیول شي.

Leave a reply