ایران امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده

د ده په خبره امریکا د داعش ډلې ملاتړ کوي او دغه ډله په افغانستان کې په خونړیو بریدونو لاس پورې کوي. قالیباف په افغانستان کې وروستی امنیتي وضعیت او چاودنې اندېښمنوونکې بللې دي او د نوي حکومت پر چارواکو یې هم غږ کړی چې د خلکو په امنیت کې هڅې پراخې کړي.
(2022 / 5 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده. د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا غواړي په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شي.
د ده په خبره امریکا د داعش ډلې ملاتړ کوي او دغه ډله په افغانستان کې په خونړیو بریدونو لاس پورې کوي. قالیباف په افغانستان کې وروستی امنیتي وضعیت او چاودنې اندېښمنوونکې بللې دي او د نوي حکومت پر چارواکو یې هم غږ کړی چې د خلکو په امنیت کې هڅې پراخې کړي.
نوي حکومت د قالیباف پر څرګندونو غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د داعش ډلې خطر په افغانستان کې دومره جدي نه دی او دوی یې پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.