د دو افغانانو مړي به نن هند نه پاکستان ته راوړل شي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر داخله شیخ رشید احمد په یو بیان کښې ویلي دي چې نن به د هند نه د دو افغانانو مړي د واهګه بارډر په ذریعه پاکستان ته راوړل شي.
شیخ رشید وایی چې دې افغانانو مړو سره ددوی پینځه خپلوان هم پاکستان ته راځي، او د ایسوسي ایټډ پریس آف پاکستان رپورټ مطابق شیخ وایی چې د افغانانو مړي به د طورخم له لارې افغانستان ته ورسول شي او هلته به خاورو ته وسپارل شي.
شیخ وایی چې د افغانستان نه د نیټو او امریکایی ځواکونه د انخلا نه پس به د پاکستان مرستې افغان اولس او نور بهرني هیوادونو وګړو سره جاري وي.