هند افغانستان کښې د پاکستان لپاره ترهګر تیارول: رپورټ
باغي ټي وي رپورټ
د ایسوسي ایټډ پریس پاکستان په یو رپوټ کښې لیکل شوې چې هند په افغانستان کښې د ترهګرو تیارولو باندې په اربونو ډالر خرچ کړي، دې لپاره هند د افغانستان په مختلفوعلاقو کښې قونصل خانې پرانستې وې.
د رپورټ مطابق، د سیاسي او دفاعي چاروماهرین وایي چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړې ده ، اربونو روپې خرچ کړې دي او دا ی د اقوام متحده د اصولو خلاف ورزي ی کړې ده.
په رپورټ کښې لیکل شوي چې د پاکستان وزیر خارجه مخدوم شاه محمود قریشي څو ورځې وړاندې د څلورو هیوادونو ایران، تاجکستان،ازبکستان او ترکمانستان دورې نه واپس راغلي او په دې دوره کښې ی هم د هند د ترهګرۍ کوششونه او کارونه دې هیوادونه کښې چارواکو ته ورپه ګوته کړي دي.
قریشي په دې دوره کښې چارواکو ته ویلي چې هند په افغانستان کښې د امن لپاره کوششونه ناکامه وي.
د رپورټ مطابق هند په افغانستان کښې په ټریننګ کیمپونو کښې د داعش او تحریک طالبان ترهګرو ته ټریننګ ورکړې دې چې دا ثابته وي چې هند په افغانستان کښې امن نه بلکه جنګ او بد امني غواړي.