ایوان صدر ته يو ځل بيا د پنجاب د ګورنر د لرې کولو سمري ترلاسه شوې ده

0
73

باغی تي وي رپورټ
دسرچينو له مخې داساسي قانون له مخې که جمهوررئيس ګورنر پنجاب د واکه لرې نه کړي نو دپنجاب ګورنر به په لسو ورځو کې فارغ شي.
سرچينې زياته کړې، چې لومړى وزير به د نوي ګورنر لپاره نومونه هم ولسمشر ته واستوي.

سرچينې دا هم وئيلي دي چې دپنجاب ګورنرۍ به پيپلز پارټۍ ته ورکولو امکان دې. بل خوا د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه په یو بیان کې ویلي دي چې د حمزه شهباز د کابینې نه به حلف نه اخلي.

د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چي د غيرقانوني کابيني نه حلف څنګه اخلم، هغه وایی چې زه به نن ماښام پريس کانفرنس کښي حقائق په ډاګه کړم۔

Leave a reply