کورنیو چارو وزارت پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د خلکو پر وړاندې د مینې او خلوص سینې پرانیزي

کورنیو چارو وزارت پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د خلکو پر وړاندې د مینې او خلوص سینې پرانیزي

نوموړي دغه راز ویلي چې ټول ځواکونه دې د ا.ا د لوی مشر هبت الله اخندزاده د عفوې فرمان ته په ژمنتیا د تېرې زمانې عقدې هېرې کړي. حقاني په هېواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې پر خپلو مخالفینو غږ کړی دی چې هیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.

 

(2022 / 5 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پر امنیتي ځواکونو غږ کړی دی چې خلکو ته د مینې او ورورولۍ غېږ لا پراخه کړي.

نوموړي د کوچني اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې اختر نه یوازې په دیني لحاظ بلکې په دودیز لحاظ هم د فاصلې د کمولو، د ورورولۍ او یو بل ته د غېږې خلاصولو، مهربانۍ او شفقت ورځ ده نو د ا.ا ټول ځواکونه دې خپلو خلکو ته د مینې او ورورولۍ غېږې لا پراخې کړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې ټول دې د غوسې، زورزیاتي، تعدۍ او بدې رویې، د خلکو له بې حرمتۍ او ځورولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې ټول ځواکونه دې د ا.ا د لوی مشر هبت الله اخندزاده د عفوې فرمان ته په ژمنتیا د تېرې زمانې عقدې هېرې کړي.

حقاني په هېواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې پر خپلو مخالفینو غږ کړی دی چې هیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *