عمران خان دې ډیر زر ونیول شوي: وزیرداخله، رانا ثناالله
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله د مسجد نبوي په پېښه د ژور خفګان څرګندونه كولو سره پخواني وزيراعظم عمران خان فتنه بللې او د هغه د ګرفتارۍ په لور ی اشاره کړې چې عمران خان دې ونیول شي.
يو بيان کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې د رسول الله (ص) د حرمت خلاف ورزي کونکو په ضد د مقدمې نه درج کولو هيڅ جواز نشته۔
دکورنيو چارو وزير وويل دغه کسان ديوې رسمي منصوبې لاندې راپارول شوي، ځينې کسان دانيل مسرت او صاحبزاده جهانګير په مشرۍ دبرطانيې څخه سعودي عرب ته راغلي، کوم څه چې کړي دي هغه به بخښل نۀ شي.
رانا ثناءالله د پي ټي آئي چيرمين فتنه بللې او وئيلي دي چې هغه به سمدستي توګه ګرفتار کړے شي۔
ده وويل چې ايا کله هم چا د سپوږمۍ په شپه د لاريون غږ وکړ، خلک د سپوږمۍ په شپه یو بل ته غاړې وځي خو عمران خان ددې ملک ځوان نسل په غلطه لار روان کړې دې .