شمالي وزیرستان کې نن وړوکې اختر مونځ ادا کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د شمالي وزیرستان په میرانشاه درپه خیل کلی عیدګاه او د میرعلي په عیسوړي زوړکوټ مرکزي عیدګاه او موسکي فقیران جومات کې نن د وړوکي اختر مونځ ادا کړې شو.
د یادونې ده چې بیګا شپې د موسکي فقيرانو په جومات کې د کوچني اختر رسمي اعلان وشو.په یادو جوماتونو کې په ګنړ شمیر کې ځایی خلقو د وړوکي اختر مونږ ادا کړو، بل اړخ ته نن په اسلام آباد کې د وړوکي اختر(شوال) د میاشتې لیدلو لپاره غونډه کیږي، د موسمیاتو محکمې یو بیان خپور کړې او وایی چې نن امکان نشته چې د شوال میاشت په نظر راشي.
په داسې وخت کې چې د شمالي وزیرستان کې څه سیمو کې اختر اعلان شو د ميرانشاه، مولوي رومان نن د اختر نه لمانځلو او د اتوار په ورځ روژه نه نيولو اعلان کړی دی.په وزيرستان کې د تير کال راهسې د اختر د تقسيمولو رواج برقرار دی چې له وجهې ی په سیمه کې ځایی خلق ډیر خفه دي.





