بلوچستان کې د یوې کورنې د وژنې وحشتناکه پیښه شوې

0
216

باغی ټي وي رپورټ
د ایکسپریس نیوز له مخې د کوټې ښار جنوب لوېدیځ ته په ٢٥ کلومیټرۍ کې د کچلاک په کلي پوټي ناصران سیمه کې یوه وحشتناکه وژنه شوې ده.
د رپورټ مطابق په دې سیمه کې نامعلومو کسانو یوه ښځه او د هغې څلور ماشومان په ډیر بې دردې سره حلال کړي او وژلي دي .
دپوليسو دچارواکو وينا ده چې دپيښې اطلاع ترلاسه کيدو سره پوليس او امدادي ټيمونه سيمې ته رسيدلي او مړي يې کچلاک روغتون ته رسولي دي.

Leave a reply