د شیح رشید وراره پاکستان ته رسیدو سره ونیول شو
باغي ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو د پخواني وزیر شیخ رشید احمد وراره شیخ راشد شفیق له سعودي عربستان څخه د راستنېدو پر مهال د اسلام اباد په هوايي ډګر ونیول شو.
شیخ راشد شفیق د یوه شخصي هوايي شرکت په الوتکه کې اسلام اباد ته را ورسید چې له هغه ځایه نیول شوی دی.
ياده دې وي چې شيخ رشيد شفيق په مسجد نبوي کې د وفاقي وزيرانو سره په شوې غمجنه پېښه د خوښۍ څرګندونه کړې وه.سرچينې زياته کړې چې شيخ رشيد شفيق د اسلام اباد له هوايي ډګره نيول شوى او د ايف اى اې سيل ته لېږل شوى دى.د پنجاب صوبې په ښار فېصل آباد کښې په مسجد نبوی کښې د رامخې ته شوې غمجنې پېښې په ضد د عمران خان په شمول د ۱۵۰ کسانو په ضد مقدمه درج شوې ده.