عمران خان او نور مهمو شخصیتونو په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې ده

0
108

باغي ټي وي رپورټ
د مسجد نبوي د غمجنې پېښې په اړه د پخواني وزیراعظم عمران خان، فواد چوهدري، شهباز ګل او شیخ رشید په ګډون د ۱۵۰ کسانو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې ده.

د فیصل آباد پولیس وینا ده چې مقدمه د محمد نعیم په نوم د یو تن په غوښتنه مدینه ټاون پولیس سټیشن کښې درج شوې ده.

مقدمه کښې د قامي اسمبلۍ پخوانې ډپټي سپيکر قاسم خان سوري، د قامي اسمبلۍ غړي راشد شفيق او انيل مسرت هم نامزد شوي دي۔

د ايف آئي آر ترمخه د شيخ رشيد په مشرۍ 150 کسان سعودي عرب ته ولیږل شول په داسې حال کې چې د لندن نه هم يو وفد سعودي عرب ته ورسید.

مقدمه کښې وئيلي شوي دي چې دغه ټوله پيښه د سوچه سازش لاندې رامخي ته شوې او په دې لړ کښې د شيخ رشيد او شيخ رشيد ويډيوګانې هم شته کوم چې به تحقيقات کښې وړاندې کولې شي۔

Leave a reply