وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان لپاره سعودي عرب څخه د ۸ ملیارده ډالر مرستې اخستلو کې کامیاب شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
لومړی وزیر شهباز شریف له سعودي عربستان څخه د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پیکج ترلاسه کولو کې بریالی شوې دې .
سعودي عرب ته د وزیراعظم شهباز شریف د دورې په موقع پاکستان ته د سعودي عرب نه د اتو اربو ډالرو یو مناسب پیکج ترلاسه شو چې پکې د تیلو د تمویل اسانتیا، اضافي فنډونه که د ذخیرو په شکل وي،پاکستان ته به حاصل شي.
د نوم نه ښودلو په شرط دي نیوز ته ویلي دي چې په دې برخه کې پر تخنیکي جزئیاتو کار روان دی او د ټولو اسنادو د چمتو کولو لپاره به دوه اونۍ وخت ونیسي چې وروسته به لاسلیک شي.
لومړی وزیر شهباز شریف او د هغه رسمي پلاوی له سعودي عربستان څخه وتلی، خو د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل لا هم هلته دی او د اضافي مالي پیکج په اړه چارو ته ی دوام ورکړې دې چې پای ته ی ورسوي.




