الجزیرې د راپور پۀ اساس؛ وروستیو اونیو کې ۱۶ اسرائیلیان وژل شوي دي 

0
165

د الجزیرې د راپور پۀ اساس؛ وروستیو اونیو کې ۱۶ اسرائیلیان وژل شوي دي 

الجزیرې د صهیونیستي رژیم د دولتي ټلویزیون له قوله راپور ورکړی دی چې د فلسطینیانو له لوري شوي ډېری بریدونه د سړو وسلو په واسطه ترسره شوي دي. راپور کې دغه راز راغلي چې اسراییلي پوځیانو بیا په ځوابي بریدونو کې په همدې شمېر فلسطیني وګړي هم وژلي دي.

 

(2022 / 5 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی دی چې په دې وروستیو کې د اسراییل او فلسطینيانو ترمنځ نښتو کې ۱۶ اسراییل وژل شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه د اسراییل په څو ښارونو کې د فلسطیني چریکي بریدګرو له لوري ترسره شوي دي چې په پایله کې یې ۱۶ اسراییل وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د صهیونیستي رژیم د دولتي ټلویزیون له قوله راپور ورکړی دی چې د فلسطینیانو له لوري شوي ډېری بریدونه د سړو وسلو په واسطه ترسره شوي دي. راپور کې دغه راز راغلي چې اسراییلي پوځیانو بیا په ځوابي بریدونو کې په همدې شمېر فلسطیني وګړي هم وژلي دي.

اسراییل وایي چې په وروستیو څو اوونیو کې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا خپل اوج ته رسېدلی دی.

Leave a reply