عمران خان د اسلام آباد پر لور؛ د یو لوی لاریون خبر ورکړی دی

عمران خان د واک په وروستیو ورځو کې د پاکستان نوی حکومت د پردیو په فرمایشونو جوړ شوی بللی دی او ویلي یې دي چې د ده حکومت د امریکا د دسیسو له امله سقوط وکړ خو د پاکستان حکومت ویلي چې د عمران خان حکومت پراخ مالي فساد او د اقتصادي برنامو نه لرلو له امله د خلکو له لوري له سقوط سره مخ شو؛ نه د بهرنیو دسیسو په پایله کې.
(2022 / 5 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د روانې مې میاشتې په وروستیو کې به د خلکو له سمندر سره د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون وکړي.
د عمران خان دې اعلان ته د پاکستان حکومت تر اوسه پورې څه غبرګون نه دی ښودلی.