د شمالي کوریا رهبر د اټومي وسلو د استعمال ګواښ کړی

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې نوموړي په اټومي وسلو د سمبال پوځ پرمختګ ته ټینګه اراده څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا کار په دې خاطر کوي چې د ټولو خطرناکو کوښښونو او ګواښنې د اقداماتو چاره په بشپړه توګه مخکې له مخکې وشي.
(2022 / 5 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون خبرداری ورکړی دی چې که وګواښل شي د مخنیوي د اقدام په توګه به له اټومي وسلو څخه کار واخلي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې نوموړي په اټومي وسلو د سمبال پوځ پرمختګ ته ټینګه اراده څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دا کار په دې خاطر کوي چې د ټولو خطرناکو کوښښونو او ګواښنې د اقداماتو چاره په بشپړه توګه مخکې له مخکې وشي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې کوم هېواد به شمالي کوریا وګواښي، خو وړاندې تر دې یې امریکا ته ډېرې ګوت څنډنې کړې دي.
د یادونې ده چې امریکا تر دې وړاندې ویلي چې دوی پر دې باور لري چې شمالي کوریا به اټومي وسلې وکاروي.