ټراسپورټ وزارت وايي چې لۀ کابل هوايي ډګر څخه د قاچاق مخ نیول شوې ده 

0
186

ټراسپورټ وزارت وايي چې لۀ کابل هوايي ډګر څخه د قاچاق مخ نیول شوې ده 

احمدي وايي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته الوتنې په عادي ډول دوام لري او د کابل له هوايي ډګره هره ورځ ۲۲ الوتنې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا مشرتابه په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ چې په افغانستان کې یې د نشه يي کوتو پر کښت، پلور او قاچاقو بندیز ولګاوه.

 

(2022 / 4 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو ۸ مياشتو کې د کابل هوايي ډګر له لارې د پيسو او سرو زرو د قاچاق کچه را ټيټه او د نشه يي توکو د قاچاق کچه صفر شوې ده.

د ترانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي د کابل هوايي ډګر امنيتي او تخنيکي پرسونل د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره له خپلو شته امکاناتو کار اخيستی او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

احمدي وايي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته الوتنې په عادي ډول دوام لري او د کابل له هوايي ډګره هره ورځ ۲۲ الوتنې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا مشرتابه په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ چې په افغانستان کې یې د نشه يي کوتو پر کښت، پلور او قاچاقو بندیز ولګاوه.

Leave a reply