تورخم کې د یوۀ اداري او سوداګریز ښارګوټي جوړولو ډبره کښودل شوه

د رياست الوزرا ځانګړي استازي حاجي لعل محمد د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبرې د ايښودولو په وخت کې وويل چې ا.ا هڅه کوي چې په بندرونو کې د اسانتياوو په برابرولو سره له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره خپلې سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې کړي .
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تورخم کې د يو اداري او سوداګريز ښارګوتي د جوړولو کار پيل شو.
ټاکل شوې چې د دې ښارګوټي په جوړيدو سره د تورخم دروازې ټول پلورنځي او اداري تاسيسات ور وليږدول شي.