حمزه شهباز د وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړو

0
186

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر حمزه شهباز د پنجاب د ۲۱م اعلی وزیر په توګه سوګند پورته کړو.

د پنجاب د وزيراعلي د حلف برداري د ګورنر هاؤس په لان كښې وشوه چې په ګڼ شمېر كښې مېلمنو هم ګډون وكړو۔

غونډه دقران عظیم الشان دڅومبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې نعت رسول مقبول هم وړاندې کړې شو. د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پنجاب اعلی وزير حمزه شهباز څخه د خپلې څوکۍ سوګند واخستو.
د حمزه شهباز د سوګند مراسمو ته د وفاقي داخله وزير رانا ثناء الله او د مسلم ليګ ن مرکزي نائب صدر مريم نواز نه علاوه د شريف کورنۍ نور غړي هم راغلي وو.

Leave a reply