ميدان وردګ ـ له سېلاب ځپلو سره مرسته شوې

یاده مرسته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پر هڅو د DRC موسسې لخوا تر سره شوه، چې هرې کورنۍ ته پکې ۲۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي، چې وړاندې تر دې هم له دغو زیانمنو کورنیو سره IOM موسسې د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نن د ميدان وردګ ولايت، جلريز ولسوالۍ اړوند له هغو ۱۴ زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې یې، د راغلو سېلابونو له امله کورونه زیانمن شوي وو.