رښتیا څۀ دي؟ آیا رښتیا هم هند کې مسلمانانو سره دوه ګونی چلند کېږي؟
رښتیا څۀ دي؟ آیا رښتیا هم هند کې مسلمانانو سره دوه ګونی چلند کېږي؟
دوی دغې لیکنې کې هند کې پر مسلمانانو ظلمونو ته کتنخ کړې او ویلي یې دي چې هند کې د مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او کوم حقوق چې باید مسلمانانو ته ورکړل شي نۀ ورکول کېږي.
یاده لیکنه کې د مهمات ګاندي وژنې ته پۀ کتو ویل شوي چې نوموړی د یو توندلاري هندو لۀ خوا ووژل شو؛ خو هېچا یې پلټنه ونکړه.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوې څېړنیزې ادارې د هند نظام ته لنډه کتنه کړې او پۀ یوه لیکنه کې یې ویلي چې آیا رښتیا هم هند د ټولو دینونو تو مذهبونو پیروانو ته پۀ یوه سترګه ګوري؟
دوی دغې لیکنې کې هند کې پر مسلمانانو ظلمونو ته کتنخ کړې او ویلي یې دي چې هند کې د مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او کوم حقوق چې باید مسلمانانو ته ورکړل شي نۀ ورکول کېږي.
یاده لیکنه کې د مهمات ګاندي وژنې ته پۀ کتو ویل شوي چې نوموړی د یو توندلاري هندو لۀ خوا ووژل شو؛ خو هېچا یې پلټنه ونکړه.
همدارنګه لۀ ۲۰۱۴ م کال وروسته کله چې هند کې نرېندرا مودي واک تخ رسېدلی، دغې دورې ته لنډه کتنه کړې چې هند کې پر مسلمانانو د هندو او سک مذهبو لۀ لوري ظلمونه ترسره کېږي، هغوی پر ړار زړول کېږي او همدارنګه د هغوی لاریونو کې د مسلمانانو پر ښځو د جنسي تېري شعارونه ورکول کېږي؛ خو حکومت د دې ظلم د مخنیوي لپاره تر اوسه ندی لاس پکار شوی، او حتا لۀ نښو نښانو ښکاري چې ځینې وخت د هند حکومت لۀ لوري هم مسلمان اقلیتونو سره زور زیاتی کېږي.
یاده لیکنه پۀ داسې محال خپرېږي چې څۀ موده وړاندې، هند کې پر حجاب بندیز ولګېدۀ او یو شمېر هندو مذهبو حکاب او مسلمانانو ته توهینونه وکړل.