حمزه شهباز به نن د وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړې

0
149

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب نوى منتخب وزيراعلي حمزه شهباز به ډير زر نن د خپلې عهدې سوګند پورته کړي.

د پنجاب د وزيراعلي د حلف برداري مراسم او غونډه به په ګورنر هاؤس کښي کيږي چي پکښي د ميلمنو راتګ روان دے.

د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف هم د پنجاب نوي منتخب وزيراعلي نه د سوګند پورته کولو لپاره لاهور ته رسېدلی او د مسلم ليګ ن مرکزي نائب صدر مريم نواز هم ګورنر هاؤس ته رسېدلې ده.
د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د هر ډول ناوړه پېښې د مخنيوي په موخه په ګورنر هاوس کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ګورنر هاوس ته ننوځي.
د مسلم ليګ نون ايم پي اے خواجه عمران نذير وئيلي دي چې د پنجاب وزيراعلې د سوګند پورته کولو په مراسمو کښې څه د پاسه زر ميلمانه رابلل شوي دي۔

Leave a reply