ففتهه جنریشن وار په ذریعه په ملکونو کې بدامني او نفرت خپرولې شي: د لنډیکوتل مشرانو مطبوعاتي غونډې ته وینا

0
173

باغي ټي وي رپورټ
نن د خالي په ورځ په لنډیکوتل پریس کلب کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د لنډیکوتل تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري،ورسره د تحصیل لنډیکوتل کونسلرانو صدر خان آفریدي، اصغر شینواري، نور ځایی مشرانو ملک تاج الدین شینواری، خیال رسول شینواري، بنارس شینواری او نور مشرانو اوویل چې نن سبا د ففتهه جنریشن وار په ذریعه په ملکونو کې انتشار او نا اتفاقي خپرول کیږي چې ددې ملکونو ادارې او فوځ کمزورې کړي.
مشرانو اوویل چې نن سبا په سوشل میډیا ملکي وګړي غیرذمه وار او د نفرت څخه ډک پوسټونو او خبرونه خپروي او د پاکستان ریاستي اداري ، فوځ ،دفاع او عدالت پر ضد بې بنیاده او جعلي خبرونه خپریږي.
مشرانو اوویل چې ددې ملک او د ضلع خیبر ځوانان دې خبر وي چې دداسې بې بنیاده الزامونو او د ملکی ادارو په ضد دې د بې بنیاده خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي.
مشرانو اوویل چې د بې بنیاده او جعلي خبرونو له وجهې ریاست کمزورې کیږي او په ملک کې بدامني خپریږی.
مشرانو دا خبره هم په ډاګه کړه چې ځایی ځوان او سوشل میډیا استعمالوونکي کسان دې د اسلام څپیځلي مذهب په ضد بې بنیاده او جعلي خبرونو خپرولو څخه هم ډډه وکړي، مشرانو اوویل چې په سوشل میډیا مذهبي نفرت خپرول د ملک لپاره یو ډیر لوی زیان دې او دې له وجهې په ملک کې د وګړو ترمینځ نفرت خپریږي او په ملک کې بدامني او جنګ خپریږي.
مشرانو غوښتنه وکړه چې ځوانان دې په سوشل میډیا د بې بنیاده ،جعلي خبرونو او د نفرت څخه ډک پوسټونو خپرولو څخه ډډه وکړي چې ملکي ادارې بدنامه نه شی او په ملک د امن او امان ستونزه پیدا نه شي.

Leave a reply